د جرمني د پولیسو ټولنې په افغانستان کې په سمدستي توګه د الماني سرتېرو د ماموریت ختمېدو غوښتنه کړې ده. یادې ټولنې ټینګار کړی دی چې په دې هېواد کې امنیتي شرایط د الماني پولیسو ماموریت ته چمتو نه دي، نو باید نور یې ماموریت پای ته ورسېږي. شپیګل مجلې د یادې ټولنې د مشر له قوله ویلي، په کابل کې د الماني پولیسو له لورې د زده کړې پروګرامونه دې نور په ټپه ودرېږي، ځکه چې په اوس وخت کې امنیتي وضعیت ستونزمن دی او په دې توګه د هغوی د کار دوام ښایي د دغو پولیسو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت بیا د خپلو سرتېرو د ماموریت پر دوام ټینګار کړی دی او ویلي یې دي، څو پورې چې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې وي د دوی ځواکونه هم باید خپل ماموریت ته دوام ورکړي.





























