په داسې حال کې چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د خلکو حضور تر بل هر وخت کم وو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د لس میلیونه رایو پاڼو د چاپ په اړه اندېښنې ډيرې شوې دي. پر ټاکنو څارونکو ادارو چې له دې بهیر څخه یې څارنه کړې وايي، چې د ټاکنو کمېسیون باید دا وضاحت ورکړي چې، د ټاکنو لپاره د لس میلیونه رایو پاڼو برخلیک څنګه شو. مسوولین وايي چې دوی له کمېسیون څخه له بایومېټریک پرته رایو د باطلېدو غوښتنه هم کوي. پر ټاکنو ناظر بنسټونه وايي چې تېرو ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوي او باید په بې طرفه توګه وڅېړل شي. په ورته مهال د افغان ښځو شبکه بایومتریک رایو ته په اعتبار ورکولو د ټینګار ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، سیاسي مشرانو او د خلکو له استازو وغوښتل چې له مخکې قضاوت او پر ټاکنیزو کمېسیونونو له فشار راوړلو دې ډډه وکړي. د افغان ښځو د شبکې د همغږۍ برخې مسوولې روشن مشعل وویل، له زورواکۍ او منفي تبلیغاتو چې د خلکو ذهنونه ګډوډوي د کمېسیونونو په چارو کې یو ډول روښانه لاسوهنه ده، بايد په جدي ډول ډډه ترې وشي.





























