د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” د کورنیو بې ځایه شوو افغانانو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې دوه سوه دوه اتیا زره او ۸۰۰ افغانان یوازې د جګړو له امله له خپلو مېنو نورو سیمو ته ګډه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو راپور کې ویلي، چې د دغو بېځایه شوو ډیر شمېر یې لا هم له خپلو مینو وړاندې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ژوند سختې ورځې او شپې تېروي. اوچا وايي، د دغو دوه سوو او ۴۵ زرو کورنیو بې ځایه شوو له ډلې ۶۳ زره یې په تېر میلادي کال کې د سختې وچکالۍ له امله د افغانستان لويديځ ته تللي دي. د دې سربېره په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې درې سوه اوه شپیته زره او ۶۰۰ تنه له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته را ستانه شوي دي.





























