د عدلیې وزارت وایي، چې تېر کال په ایران کې ۸۷۲ افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور چې په کابل کې د انسان او کډوالو د قاچاق په اړه کلنی راپور وړاندې کاوه وویل چې په ایران کې تېر کال ۸۷۲ تنه افغان کډوال د ناروغیو، بریدونو او نورو عواملو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغه راز نوموړي وویل، د انسان او کډوالو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له نړیوالو موسسو سره په همکارۍ د سعودي عربستان، ترکیې، ایران او یو شمېر اروپايي هېوادونو له کرښو څخه د بېرته ګرځول شویو ۵۴ زره او ۲۴۲ کسانو او کورنیو سره د اړینو مرستو وروسته؛ هغوی له خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.





























