د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، ټاکل شوې طالب او امریکايي استازي چې دا مهال په اسلام اباد کې دي مخامخ سره وګوري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پخپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا پر طالبانو د نظامي فشار اچولو باندې ټینګار کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، په دغه هېواد کې له طالب استازو سره تر لیدنې وروسته، له دغې ډلې سره د خبرو بېرته پیلولو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې، پاکستان او طالبان له سره د سولې مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوي د پاکستان په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.





























