د طالبانو پلاوي پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د دغه هېواد له صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي او د افغانستان د سولې د پروسې په ګډون یې ورسره په یو لړ دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي دي. که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په رسمي توګه د افغان طالبانو او عمران خان د لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، چې عمران خان له افغان طالبانو سره په لیدنه کې د سیمې د امینیت او ثبات لپاره په افغانستان کې پر سولې ټینګار کړی دی. عمران خان همدارنګه طالب پلاوي ته ډاډ ورکړی چې اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي. پاکستاني رسنۍ وايي چې د طالبانو له پلاوي سره د عمران خان په لیدنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه هم حضور درلود.





























