ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې ناوړه امنیتي وضعیت په تېرو څلورو کلونو کې د څه باندې ۱۴ زره ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب شوی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه راپور کې ویلي، ژوره اندېښنه یې په ځانګړې توګه په هوايي بمباریو کې چې حکومت یا د حکومت پلوي ځواکونه یې کوي، د ماشومانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو له پلوه ده. انتونیو ګوترش د ټولو اړخونو له خوا د ماشومانو پر ضد تشدد غندلی. هغه ویلي چې د افغان ماشومانو پرضد پراخو او سختو سرغړونو سخت خواشینی کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې ۳۵۰۰ افغان ماشومان په جګړو کې وژل شوي او تر ۹ زرو زیات نور ژوبل شوي دي. د راپور له مخې، په هوايي بمباریو کې د ماشومانو مرګ ژوبله له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا کال په کال زیاتې شوې دي.





























