د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام کې اباد کې د طالبانو له استازو سره لېدلي دي. د ملا بردار په مشرۍ د طالبانو د سياسي دفتر غړي پرون د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلي او له يو شمېر پاکستاني چارواکو سره يې ليدلي دي. دغه راز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم منلې چې زلمى خليلزاد په پاکستان کې دى. پاکستاني چارواکو نن رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام کې اباد کې د طالبانو له استازو سره لېدلي دي. د رويټرز د معلوماتو له مخې په دغه ليدنه کې د طالبانو استازو او خليلزاد شاوخوا يو ساعت په بيلابيلو برخو خبرې کړي دي. پاکستاني چارواکو چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ويلي چې په دغه لېدنې کې د سولې په اړه رسمي خبرې نه دي شوي او دواړو لورو ترمنځ د باور جوړونې په موخه تر سره شوې ده. طالبانو تر اوسه د دغې لېدنې په اړه څه نه دي ويلي.





























