د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د ده حاجي سیمې اوسېدونکي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر یاد کلي تر برید وروسته د سیمې ۳۵ ځوانان له ځان سره نا څرګند ځای ته وړي دي. دوی وايي نه پوهېږي، چې طالبانو یاد کسان په کوم جرم له ځان سره وړي دي. پر همدې مهال د خواجه عمري ولسوال احمد ضیا یعقوبي هم وویل، چې وسله والو طالبانو یاد کسان د غزني رشیدان ولسوالۍ کې تر خپل کنټرول لاندې سیمو ته وړي دي. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې مهاله د یادو کسانو د برخلیک په اړه معلومات نه لري، خو زیاته یې کړه، چې د سیمې د قومي مشرانو او سپین ږیرو په مرسته يې د يادو کسانو د خلاصولو هڅې پيل کړې دي. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























