د یوې اوونۍ له تېریدو سره اوس هم د لسو ولایتونو اساس ټاکنیز توکي او بایومټريک دستګاوې کابل ته نه دي رسیدلي. د رای اچولو له ورځې نږدې یوه اوونۍ تېریږي؛ خو تراوسه له ټولو ولایتونو اساس توکي او بایومتریک دستګاوې ندي رسیدلي او دا هغه څه دي، چې په رای پاڼو کې یې د لاس وهلو اندېښنې راپارولې دي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمېشنر مولانا عبدالله ویلي، چې د ولایتونو ټاکنیزو توکو لېږد نن پایته رسيږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وايي؛ چې تر اوسه څه باندې شل زره د پایلو پاڼې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په معلوماتي بانک کې ځای پر ځای شوي او هڅه کیږي، چې دا بهیر ژر پای ته ورسیږي. د ټاکنو کميسيون وايي د شميرو له مخې، د ميزان د ۶ ټاکنو کې د رايې ورکوونکو شمير کابو دوه ميليونه اوه سوه زره کسانو ته رسيدلی دی، کميسيون وايي له ټولو رايو به پاکې او بايوميتريک شوې رايې جلا او د ميزان د مياشتې په ۲۷ به لومړنۍ پايلې په رسمي توګه اعلان شي.





























