پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې د هڅو پر بیا پیل خوښي څرګنده کړې ده او د نوو پرمختګونو هرکلی یې کړی دی. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې پاکستان دې د افغان سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي. دده په خبره افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده، نو طالبانو او امریکا ته په کار ده، چې د جګړې ددوام پر ځای د سولې خبرو ته ادامه ورکړي. دده په خبره په روانه جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي او د ټولې سیمې راتلونکې ګواښي. پخواني ولسمشر پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د سولې په دې هڅو کې خپل صداقت ثابت کړي.





























