ره له دې چې د ملي یووالي حکومت له پيله تر دې دمه له اختلافاتو ډک دی، خو تازه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات د رسنیو د خبرونو سرټکي دي. په هېواد کې د مهمو او اساسو مسایلو په اړه د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ضد او نقیضې څرګندونې د دې ښکارندويي کوي، چې د دواړو لورو ترمنځ ژور اختلافات موجود دي. د یوې مرستیالې د ګومارل کېدو پر سر له اختلافاتو نیولې د سولې په اړه تر څرګندونو پورې د دواړو لورو د نظر تقابل لیدل کېږي.
طالب پلاوي تېره اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړ، خو تر دوی مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی و. په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې ګواکې دواړه لوري به په پاکستان کې د خبرو پر بیا پیلېدو بحثونه ولري. ورسره جوخت د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، چې دوی پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر هرکلی کوي. د صبغت الله احمدي په خبره، دوی د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې افغانان سولې ته رسوي او پاکستان ته د طالب پلاوي سفر ته هم په ښه سترګو ګوري. دا یې هم ویلي وو، چې پاکستان باید دا ځل صادقانه چلند وکړي او د سولې په خبرو کې دې رښتیني اقدامات تر سره کړي.
بلخوا ارګ د بهرنیو چارو وزارت پر دغو څرګندونو غبرګون وښود. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټوېټ پیغام کې لیکلي وو، بهرنی سیاست او د بهرني سیاست لپاره ټولې پالیسۍ ارګ جوړوي او له دې ورهاخوا د بهرني سیاست په اړه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند شخصي نظر دی. د ده په خبره، هېڅ اداره حق نه لري چې له ټاکل شوي بهرني سیاسته ورهاخوا د مسایلو په اړه څرګندونې وکړي او که له پالیسۍ څه وايي، نو شخصي نظر یې دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند د صدیق صدیقي پر دې څرګندونو هم غبرګون وښود او ویې ویل، یوازینۍ اداره چې بهرنی سیاست مخ ته وړي او عملي کوي یې، هغه د بهرنیو چارو وزارت دی.
له دې سره د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان بیا د ارګ دريځ تایید کړ. د ده په خبره، بهرنۍ پالیسي؛ ارګ، امنیت شورا، پارلمان او نورې مهمې ادارې په ګډه ټاکي چې بیا یې بهرنیو چارو وزارت عملي کوي. د ده په خبره، له دې پالیسۍ بهر څرګندونې او دريځ د افرادو شخصي نظر دی. ادریس زمان وايي: ((د ټاکل شوو سیاستونو له دایرې بهر د نظر څرګندونې، د افرادو شخصي نظر دی، خو د بهرنیو چارو وزارت دريځ نه دی)).
له دې سره جوخت د سیاسي مسایلو شنونکي او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان بیا وايي، د دې اختلافاتو ریښه په ټاکنو او ټاکنیزو ټیمونو کې ده. د دوی په خبره، د دوو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ اختلافات دې مرحلې ته رسېدلي چې اوس د هېواد پر لویو او مهمو مسایلو هم د یوبل پر وړاندې دريځ نیسي او دا د ملي ګټو پر زیان کار دی. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وایي، دواړه ټاکنیز ټیمونه چې د ملي یووالي حکومت یې جوړ کړی، باید د هېواد ملي مسایلو ته د خپلو ټیمي او ټاکنیزو اختلافونو له زاویې ونه ګوري. تمنا وايي: ((د ملي یووالي حکومت پیل د نظر له اختلاف سره و. دوی هر څه ته د خپلو ټاکنیزو او شخصي اختلافونو له زاویې ګوري. په دې سره په نړیواله کچه د هېواد وقار او مقام ته زیان رسوي. زموږ بهرنی سیاست زیانمنوي)).
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان بیا پاکستان ته د طالبانو سفر هم بې ګټې بولي او په خبره یې، دا د سولې له پروسې سره هېڅ راز مرسته نه شي کولی. نوموړی وايي چې طالب استازي اسلام اباد ته د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په اړه د خبرو لپاره سفر کړی او د سولې موضوع په اجنډا کې نه وه.
د ارګ او بهرنیو چارو وزارت ترمنځ اختلافات یوازې د سولې پر موضوع نه دي؛ بلکې نوره مخینه هم لري. صلاح الدین رباني له میاشتو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی چې د پخواني پارلمان له لوري صلب صلاحیت شوی، خو لا هم خپلې دندې ته ادامه ورکوي. همدا راز ویل کېږي چې ښاغلی رباني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو مخه نیسي او د هغو کسانو ګومارنه نه مني، چې ولسمشر یې د ګومارل کېدو فرمان صادر کړی وي.





























