د هیومن ایونټ په نامه مشهور امریکايي څېړنیز مرکز په یوه اوږده مقاله کې په افغانستان کې د امریکا جګړو ته کتنه کړې ده. په دغه مطلب کې راځي چې افغانستان کې اتلس کاله د امریکا جګړه روانه ده، خو نه یوازې ختمه نه شوه، بلکې ورځ تر بلې خونړۍ کېږي. سرچینه کاږي دغه جګړه هر کال امریکا ته په ۵۲میلیارده ډالر تمامېږي او تر څنګ یې سلګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوړي خو د جګړې په ډګر کې بدلون نه راځي او ګټه یې معلومه نه ده. یاد بنسټ دا هم ویلي چې افغان جګړه کې زرګونه ملکي وګړي هم وژل کېږي چې دا پخپل وار یو بل بحران دی او د ختمولو اړتیا یې لیدل کېږي. په مطلب کې د امریکا له حکومت غوښتل شوي چې د سولې خبرې له سره پيل کړي او ژر تر ژره افغان جګړه ختمه او امریکایي عسکر خپلو کورونو ته راوغواړي.





























