د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي دوی د مهالوېش له مخې د ټاکنو لومړنۍ او وروستۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلانوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په یوه خبري ناسته کې وویل، چې ټول اساسي ټاکنیز توکي مرکز ته رسېدلي دي او دوی خپلې چارې مخ ته وړي. د دوی په وینا په هغه محلونو کې چې بایومتریک آلې ورکې شوې دي، جدي څېړنې کېږي او مسوولین به یې ځواب ویونکي وي. کمیسیون دغه راز وایي د دوی سیستمونه کولی شي بایومتریک او غیر بایومتریک رایې سره جلا کړي، نو ځکه د درغلۍ امکان نشته دی. د کمیسیون مسوولینو یو ځل بیا پر خپل دې دريځ ټینګار وکړ، چې یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي او له دې پرته نورې رایې باطلې اعلانوي. کمیسیون دا هم وویل، د هغو محلونو رایې به نه شمېرل کېږي چې بایومتریک دستګاوې پکې ورکې شوې دي.





























