ناټو وايي د رایو شمېرل ساده کار نه دی بلکې وخت او حوصله غواړي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورغلی او هلته یې د رایو د شمېرنې له پروسې کتنه کړې ده. نوموړي ویلي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شفافو ټاکنو ډاډ ورکوي او د رایو شمېرنې پروسه هم ډاډمنه ده. نیکولاس کې پر نوماندانو او د ټاکنو په برخه کې پر فعالو بنسټونو غږ کړی چې له زغم کار واخلي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته اجازه ورکړي چې شفافیت تضمین کړي. نوموړي د ټاکنو کمیسیون خپلواکي هم مهمه بللې ده او په خبره یې تر دې دمه کارونه په سمه توګه مخ ته ځي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وایي چې دوی شفافیت ته ژمن دي او هېڅ وخت به د تېرو ټاکنو ترخې تجربې تکرار نه کړي.





























