د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی په ټاکنو کې د شفافیت ملاتړ کوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته په کار ده چې د خلکو رایو ته درناوی ولري. ددوی په خبره د ټاکنو کمیسیون باید د دولتي ټیمونو فشارونو ته تسلیم نه شي بلکې شفافیت ته دې پوره درناوی ولري. د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو شورا غړو دغه راز وړاندیز وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ځنې غړي باید قرنطین شي او دوی ته دې د ډېرو ګرځېدو او حکومتي کړیو سره د اړیکو اجازه نه وي. نوماندانو دغه راز د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پر ټاکنیزو ټیمونو د پراخې درغلۍ تور هم پورې کړ. دوی دا خبرداری هم ورکړ چې که د ټاکنو کمیسیون شفافیت تامین نه کړي نو ښایي په هېواد کې د ناندریو او یوه بل ناورین سبب شي.





























