د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د نوماندانو شورا د هغه وړاندیز په غبرګون کې چې ویلي یې دي ټاکنې په لومړي پړاو کې بریالی نه لري نو باید پر دریېم انتخاب غور وشي، ویلي د لنډمهالي حکومت جوړېدل خوب او خیال دی. یادې ډلې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي، ټاکنې خامخا یوه نتیجه لري نو باید د پایلو تر اعلان پورې له حوصلې کار واخیستل شي. د یادې ډلې غړي فضل احمد معنوي د خپلو خبرو پر دوام وویل، په ډاډ سره وایي چې هیڅکله به د ۲۰۱۴ فاجعه تکرار نه شي ځکه په خبره یې د دوی محاسبه ښیي چې په لومړي پړاو کې به یو کس بریالی کېږي. هغه دغه راز زیاته کړې، حکومت دې د ټاکنو پایلو کې مداخله نه کوي او د ټاکنو کمېسیون دې د رای ورکوونکو کره شمېر ژر روښانه کړي. یاده ډله دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د نوماندانو شورا نن یوې خبري ناستې ته ویلي چې ټاکنې په لومړي پړاو کې بریالی نه لري نو باید پر دریېم انتخاب غور وشي. یادې شورا د دریېم انتخاب په اړه څه نه دي ویلي.





























