د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا وايي، د میزان د شپږمې انتخابات ګټونکی نه لري. یاده شورا وایي چې په دغو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، د خلکو د حضور کچه ډېره کمرنګه وه او که د دغو ټاکنو په پایله کې کوم حکومت رامنځ ته کیږي، مشروعیت به ونه لري. د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان وایي، د پاکو او نا پاکو رایو د بېلېدو په صورت کې یو میلیون رایې باطلیږي او که پاکې رایې له نا پاکو بېلې نه شي، د تلې میاشتې د شپږمې ټاکنې باید لغوه اعلان شي.
د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کېدو وروسته، ټولو ټاکنیزو ټیمونو پر خپل وار پر ټاکنیز بهیر او د کمېسیونونو پر ځینو کړنو او فعالیتونو نیوکه کړې ده. پرون تازه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا خبري کنفرانس ورکړ او په دغه کنفرانس کې یې یو پرېکړه لیک هم رسنیو ته وړاندې کړ. دوی ټینګار کاوه چې په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي، څو یو مشروع او د خلکو په رایه حکومت خپل کار پیل کړي.
دوی دغه راز په خپلو خبرو کې دغه ټاکنې له هره اړخه له ستونزو ډکې وبللې او په خبره یې، ښایي مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې وي. دوی وايي چې په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون او بیا د ځینو نوماندانو له لوري پراخ فساد فاجعه ده او دا مسئله به ټاکنې جنجالي کړي. نوماندان دا هم وایي چې د تلې د شپږمې ټاکنې ګټونکی نه لري او د دغسې ټاکنو په پایله کې جوړېدونکی حکومت د مشروعیت له نشتوالي سره مخ دی. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند فرامرز تمنا وایي، ښايي یوازې یو نیم میلیون کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې وي او د دوی رایې شفافې دي او په وینا یې تر دې هاخوا، نورې رایې ښایي باطلې او یا بې بایومټریکه وي. تمنا وايي: ((که بایومټریک او سمې رایې له نورو جلا کړو، نو یوازې یو نیم میلیون رایې به سمې پاتې شي چې په دې سره د حکومت مشروعیت له پوښتنې سره مخ کېږي)).
د ولسمشریزو ټاکنو دغه نوماندان وايي، چې خیالي او تقلبي رایې ورته په هېڅ صورت د منلو نه دي او خبرداری ورکوي چې که پاکې رایې له نا پاکو جلا نه شي، د تلې د شپږمې ټاکنې به لغوه شي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عنایت الله حفیظ وایي، په دومره کمرنګه ګډون او کمو رایو جوړېدونکی حکومت به اړین مشروعیت ونه لري. نوموړی وايي: ((که د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا وړتیا ونه لري چې پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي، نو دا ممکنه ده چې ټاکنې لغوه اعلان شي)).
دغه نوماندان د ملي یووالي حکومت مشران په هېواد کې د هر ډول ناخوالو عاملان بولي. نوماندان همداراز له نړیوالو غواړي، چې ټاکنې دې نه بحراني کوي او د افغانستان په کورنیو مسائلو کې دې له مداخلې ډډه وکړي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وایي: ((په دې ورځو کې ځينې سفارتونه او ډيپلوماتان په ټاکنو کې نظرونه څرګندوني. دوی باید پوه شي چې دا زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده او په دې مانا ده چې دوی په هېواد کې د ګډوډیو اصلي لاملین دي)).
بلخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیم له کمېسیون څخه په ځینو مواردو کې وضاحت غوښتی. دغه ټاکنیز ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته په یوه پوښتنلیک کې په ټاکنو کې د درغلیو، بایومټریک دستګاوو، سټیکر، په ټاکنو کې د رایې له حقه د خلکو محرومېدو او ډېرو نورو مواردو په تړاو د وضاحت غوښتنه کړې ده. د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیر ټیم وایي، د دولتي ټیمونو دوه ثلثه رایې تقلبي، جعلي او خیالي دي او هېڅوک نه شي کولی هغه رایې چې په پاڼو کې د دولت جوړوونکي ټیم په ګټه حساب شوې، د بایومټریک پر اساس واقعي ثابتې کړي.
یوازې نوماندان نه، بلکې پر ټاکنو څارونکي ځینې بنسټونه هم پر دې باور دي چې حاکمو ټیمونو په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې ده او په دې توګه هڅه کوي چې ځان واک ته ورسوي. خو د ټاکنو کمېسیون هم په ځلونو په ټاکنو کې د شفافیت ډاډ ورکړی دی.





























