یکشنبه, اگست 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

مولانا عبدالله: ښايي د کارونو د پڅوالي له امله لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه شي

اکتوبر 9, 2019
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تلې په ۲۶مه د لومړنیو پایلو د اعلان خبره کړې ده، تازه د دغه کمېسیون یوه غړي ویلي چې ښایي په ټاکلې نېټه ابتدايي پایلې اعلان نه شي کړی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وایي، که کارونه همداسې پڅ روان وي، نو ښایي په ټاکلې نېټه لومړنۍ پایلې اعلان نه شي. بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ بیا وایي چې د دوی کارونه په سمه توګه مخ ته روان دي او ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې خپلې چارې بشپړې کړي.

تر دې وړاندې هم داسې اندېښنې وې چې ښايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه شي کړی، خو په لومړي ځل د دغه کمېسیون یوه غړي ویلي چې د ابتدايي پایلو اعلان ښايي وځنډېږي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وایي، کارونه پڅ مخ ته روان دي او که همداسې روان وي، د ابتدايي پایلو اعلان به وځندېږي. مولانا عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې تر اوسه له نږدې ۲۷ زرو محلونو، د ۱۴ زرو بایومټریک دستګاوو نهايي معلومات د کمېسیون سرور ته انتقال شوي او که دا بهیر په همدې بڼه روان وي، د تلې په ۲۷مه د ابتدايي پایلو اعلان نا ممکن دی. نوموړی وايي: ((له ۲۶ زرو او ۵۶۸ محلونو تر دې مهاله د ۲۲ زرو او ۴۰۰ دستګاوو ابتدايي معلومات او ۱۴ زرو دستګاوو نهايي معلومات د کمېسیون سرور ته انتقال شوي، که دغه بهیر په همدې بڼه روان وي، د ولسمشرۍ ټاکنو د ابتدايي پایلو اعلان د میزان په ۲۷مه نا ممکن دی)).

خو د دې څرګندونو په غبرګون کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایي، چې کارونه له مهالوېش سره سم روان دي او په ټاکلې نېټه به لومړنۍ پایلې اعلان کړل شي. د نوموړې په خبره، ښايي د دوی کارونه د پایلو تر اعلان ډېر مخکې بشپړ شي. هغه وايي، تر اوسه یې د ۲۶ ولایتونو جمع بندې ختمه کړې او پاتې نورو باندې کار روان دی. نورستانۍ وايي: ((موږ ژمن یو چې د تلې په ۲۷مه لومړنۍ پایلې اعلان کړو. خو بیا هم دا تخنیکي مسایل دي. کله د کار چټکتیا ډېره وي او کله کمه، خو موږ باوري یو چې تر ټاکلي مهالوېش مخکې به خپل کارونه بشپړ کړو)).

تر دې وړاندې ځینو ناظرو بنسټونو هم دا ویلي وو، چې ښايي د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکلي وخت لومړنۍ پایلې اعلان نه شي کړی. بلخوا ځينې بهرني ناظران او کابل کې مېشت سفیران د ټاکنو کمېسیون د کار په اړه ډاډ ورکوي. په کابل کې د امریکا سفارت ویلي وو، د ټاکنو کمېسیون یوازې هغه رایو ته ارزښت ورکوي چې شفافې او بایومټریک شوې وي. دوی ټینګار کوي چې د ټاکنو کمېسیون په سمه توګه مخ ته روانې دي او شفافیت ته ژمن دي.

له دې سره همماله په کابل کې د کاناډا سفیر، د ټاکنو له کمېسیونه د لیدنې پر مهال ویلي، چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د شفافیت لپاره له موجودو میکانېزمونو هرکلی کوي او وایي چې د کارونو له بشپړېدو وروسته به ابتدايي نتایج اعلان شي. نوموړی وايي: ((د ټاکنو کمېسیون میکانېزم او پروسیجرونه مې ولیدل، د دوی په ژمنتیا او شفافیت باور لرم. تر اوسه د کمېسیون په کارونو کې هېڅ ډول ستونزه نشته او ټاکنیز کمېسیونونه به د خپلو کارونو له بشپړولو وروسته نتایج اعلان کړي)).

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وایي، چې د دواړو انتخاباتو کمېسیونونو د مشترکې پریکړې پر اساس، دوی یوازې بایومټریک رایو ته اعتبار ورکوي. د دوی په خبره، د شفافیت په برخه کې به هېڅ فشار ته تسلیم نه شي او هېڅ وخت به هغه رایې ونه شمېرل شي چې بایومټریک شوې نه وي.

Tags: featured
Share14Tweet4Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

اگست 9, 2026

د ترکيې خارجه وزير: تمه کېږي د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نوي غړي شامل شي

اگست 9, 2026

ايران: له عمان سره توافق ته نږدې شوي یوو

اگست 9, 2026

د صربيا او اوکريان ولسمشرانو سره وکتل

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In