امریکا تېره میاشت په افغانستان کې تر ټولو ډېر بمونه غورځولي دي. امریکايي رسنۍ وایي، تېره سپټمبر میاشت ۹۴۸ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي دي. د راپورونو له مخې له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په یوه میاشت کې دا د غورځول شوو بمونو تر ټولو لوړه شمېره ده. د سرچینې په وینا امریکايي ځواکونو وروسته له هغه پر طالبانو هوایي بریدونه ډېر کړي چې له دغه ډلې سره مذاکرات لغوه شول او پر دوی د نظامي فشار د ډېرولو امر وشو. دغه راز روان کال بیا تر دې دمه امریکايي هوایي ځواکونو ټولټال ۵۴۳۱ بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي. سرچینه کاږي که د هوایي بریدونو لړۍ همداسې روانه وي نو ښايي د روان کال تر پایه پورې د تېر کال په پرتله د امریکا د هوایي بریدونو کچه لوړه شي. امریکايي ځواکونه وایي چې په دغه بریدونو کې یې تر ډېره د وسله والو طالبانو مرکزونه په نښه کړي، خو د راپورونو له مخې په دغو هوايي بریدونو کې افغان ملکیان تر بل هر چا ډېر زیانمنېږي. امریکایي پوځ د بریدونو د لا ډېرولو خبرداری هم ورکړی دی.





























