د بشري حقونو د څار ډله وایي افغان حکومت رواني ناروغانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی. د بشري حقونو د څار نړیواله ډله وایي د افغانستان پنځوس سلنه هغه وګړي چې جګړه یې لیدلې له رواني ستونزو او ناروغیو سره مخ دي. ددغه بنسټ په وینا افغان حکومت دغه ناروغانو ته هېڅ راز خدمات او د درملنې فرصتونه نه دي برابر کړي. د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې راغلي چې دغه برخې ته توجه د جګړې د له منځه وړلو او په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره خورا مهم دي نو حکومت ته په کار ده خپل اقدامات پراخ کړي. یادې ډلې پر نړیوالو بنسټونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د رواني ناروغیو د له منځه وړلو او خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د افغان حکومت او افغانانو لاسنیوی وکړي.





























