امریکا د هغو مذاکراتو او سولې ملاتړ کوي چې د دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي. یو شمېر امریکایي سناتورانو تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر غني سره کتلي دي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي. دوی د ټاکنو د ترسره کېدو له امله افغانانو ته مبارکي ورکړې ده او په خبره یې دا د ولسواکۍ د پیاوړتیا لپاره یو غوره ګام و. سناتورانو دغه راز د ټاکنو په تامین کې د افغان ځواکونو زړه ورتیا او وړتیا هم ستایلې ده او په خبره یې دا ثابتوي چې دوی د خپل هېواد ددفاع لپاره تر بل هر وخت تیار شوي دي. امریکايي سناتورانو د سولې او روان امنیتي وضعیت په اړه هم له ولسمشر غني سره خبرې کړې دي. دوی وایي امریکا یوازې د هغو خبرو ملاتړ کوي او هغه مذاکرات ورته د منلو وړ دي چې د تېرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې وساتي. سناتوران وایي چې د افغانستان جګړه به له سیاسي لارو حل کېږي خو د لاس ته راوړنو ساتل به یې مهم شرط وي.





























