په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه پخواني قومندان جنرال ډیویډ پتریوس ویلي ټرمپ دې د سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه کوي. دده په خبره طالبانو سولې ته نه دي ژمن، وسلې پر ځمکه نه اېږدي، په حکومت کې شراکت نه غواړي، نو د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم به په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي. د پتریوس په وینا امریکايي ځواکونه که د تل لپاره نه پاتې کېږي نو د اوږدمهال لپاره یې په افغانستان کې د حضور اړتیا شته ده. ده همدا راز د ترهګرو د مرکزونو په اړه ویلي چې د ډېری ترهګرو مرکزونه له ډیورنډ هاخوا د پاکستاني حکومت تر ولکه لاندې دي او اسلام اباد باید په دې برخه کې پوره همکاري وکړي. پتریوس ټینګار کړی چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل دغه هېواد د بلې جګړې په ډګر بدلولی شي.





























