په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړ. د سرچینې په خبره امریکايي ځواکونه په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د خوندیتابه لپاره خورا احتیاط کوي او د یوناما راپور بې اساسه دی. د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ددغه راپور د چمتو کولو، څېړنې او ارزونې لارې چارې ناسمې بللې دي او په خبره یې دوی په خپلو جګړه ییزو ماموریتونو کې له پوره دقت کار اخلي. ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا په هوایي بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او دا یو بشري جنایت دی. خو امریکایي ځواکونه بیا وایي دوی طالبان، ددوی ملاتړي، ترهګرې ډلې، د نشه يي توکو فابریکې او هره هغه مالي منبع په نښه کوي چې ترهګرې مالي امکانات ترې ترلاسه کوي.





























