پر ټاکنو څار بنسټونو ویلي؛ که ولسمشریزې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، سږکال یې ترسره کول ناشوني دي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمان ننګ وایي، د دوه یم پړاو ټاکنو فکر له وخت مخکې خبره ده. د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید ویلي، چې کمېسیون په لنډ مهال کې نشي کولی بیا ځلي کارکوونکي استخدام او روزنه ورکړي، رای پاڼې چاپ، عامه پوهاوی تر سره او نورې فني برخې چمتو کړي. نوموړی وايي، له همدې کبله سړې هوا ته په کتو په روان کال کې دوه یم پړاو ټاکنې له اټکل لرې ښکاري. د هوا له سړېدو سره ټولو سیمو ته د اساسو توکو لیږد، مالي لګښت او د خلکو د ګډون په کچه کې احتمالي تیټ والی به نوې ننګونې وي او دا هغه څه دي، چې په راتلوونکي کال کې د ټاکنو تر سره کېدو ته زمینه برابروي.





























