د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان نیمايي وګړي له رواني ستونزو او رنځ څخه کړیږي. د روغتیا وزارت د یوې پلټنې په اساس یواځې په ۲۰۱۸ کال کې په رواني ستونزو اخته ۴۰۰ کسانو ځانونه وژلي دي. پلټنه ښيي چې په دغو کسانو کې ښځې، سړي او ماشومان شامل دي. د عامې روغتیا وزارت دا شمېر د روغتیا د نړیوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې اعلان کړ. د روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان وایي چې د دغه وزارت په پلټنو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې شوې، له ۱۲۶۶۶کسانو سره په کې خبرې شوې دي. دغه پلټنه ښيي چې د دغو کسانو له ډلې ۲۰سلنه یې په خپل ژوند کې یو ډول رواني ستونزې ګاللې وې.





























