په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وایي، په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د اعتراض په ډول وتړله. په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولین وایي، تېره شپه پاکستاني پولیسو یوځل بیا په پښور کې د افغان ملي بانک اړوند، پر یوه مارکیټ چاپه وهلې او د افغانستان بیرغ یې ښکته کړی دی. چارواکي وایي، سفارت په دې تړاو خپل دریځ بیان کړی و، خو پاکستان د اصولو خلاف ، یوځل بیا په یاد مارکیټ چاپه وهلې او له همدې امله په پېښور کې د افغانستان قونسلګري داعتراض په ډول تړلې ده. پاکستان تر دامهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.





























