کابل ښاریان وايي، سره له دې چې برېښنا کله وي او کله نه وي، خو د برېښنا لګښتونه پرې ډېر راځي. دوی وایي، د برېښنا شرکت مېترکتونکي هم پر ټاکل شوي وخت نه ورځي او ان د مېتر له کتلو پرته خلکو ته د لګښت بېلونه ور استوي. د کابل اوسېدونکي وايي، د برېښنا شرکت مېترکتونکي بېغوري کوي او یا هم یاد شرکت خپل نور فرعي لګښتونه پر خلکو وراچوي. په همدې حال کې د کابل ښار د یوې تولیدوونکي فابریکې مسوول وايي، په کابل کې د تولید کوچنۍ فابریکه لري، خو برېښنا شرکت د برېښنا لګښت ترڅنګ ترې د ضایعاتو په نوم هم پیسې اخلي. خو د کابل برېښنا شرکت رییس عبدالاحد بارکزی که څه هم مني چې مخکې د میتر کتونکو پر خپل وخت مېترونه نه کتل، خو په وینا یې، اوس یې دا ستونزه حل کړې ده.





























