له تېرو درې ورځو راهیسې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد سرعت له ستونزو سره مخ و. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د سرعت د کموالي لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوري د سایبري بریدونو د دفع کولو امنیتي تدابیرو زیاتوالی و. د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفي ویلي، چې تر اوسه څو ځلې د بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زیرمتون یا سرور بریدونه شوي دي. نوموړې وايي چې د ټاکنو کمېسیون سرور امنیتي تدابیر د جرمني د درملوګ کمپنۍ له لوري نیول کېږي. په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي ریس یوسف رشید وايي، کمېسیون باید تر وروستي بریده هڅې وکړي، څو د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتي. د نوموړي په وینا، که چېرې سرور هک شو، نو د میزان د شپږمې انتخابات به تازه جنجالونو ته ولاړ شي.





























