د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د امریکا، روسیې، پاکستان او چین استازي به راتلونکې اونۍ په مسکو کې غونډه لري او د افغان سولې په تړاو به خبرې کوي. دده په خبره دا غونډه به څلور اړخیزه وي او موضوع به یې هم د افغانستان ملي روغه جوړه وي. روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه د څو کنفرانسونو کوربه توب کړی دی. روسي چارواکي وایي دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او ددې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه له سیاسي لارو حل کړل شي.





























