د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکینزي ډلې یو ځل بیا ویلي چې رایې یې ډېرې او پاکې دي. د یاد ټیم مرستیال اسدالله سعادتي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د خلکو د رایو پر دفاع ټینګار کړی او تور یې پورې کړی دی چې کمیسیون کې ځینې کړۍ د یو نوماند په ګټه کار کوي. هغه زیاته کړې، ټاکنو کمسیون کې ځینې کړۍ د یو مشخص نوماند په ملاتړ په دې هڅه کې دي چې ناپاکې رایې هم سیسټم ته داخلې کړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې که چېرته کمیسیون قانوني عمل ونه کړي، نو له هرې ممکنه لارې څخه به د خلکو د رایو ساتنه وکړي. سعادتي ویلي، دویم پړاو ته د تګ اړتیا نشته، شمېر یې نه اعلانوي خو په ډاډ سره ویلی شي چې رایې یې د نورو نوماندانو په پرتله پاکې او ډېرې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون او یو شمېر نورو اړوندو بنسټونو په ګډون په کابل کې د امریکا او بریتانیا سفارتونو هم پر نوماندانو غږ کړی دی چې د پایلو تر اعلان پورې دې له هر ډول وړاندوینو ډډه وکړي.





























