ولسي جرګې په تېرو اتلسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د شپې بېړنۍ ناسته رابللې او د کورنیو چارو وزیر یې وربللی دی. دا بې سابقې غونډه ډېری خلک د شخصي غوښتنو او ګټو لپاره جوړه شوې غونډه بولي او وایي، وکیلان د ملت د ستونزو پر ځای، د خپلو شخصي ګټو لپاره ان د شپې بېړنۍ غونډې هم رابللی شي. د ولسي جرګې ځینې غړي خو بیا دغه غونډه غیر قانوني بولي. غونډه د پولیسو او د ولسي جرګې د ځینو غړو ترمنځ د ناندریو له رامنځ ته کېدو وروسته رابلل شوې ده. نږدې سلو وکیلانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وربللی و او د ځينو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه یې کوله.
وړمه شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د دوو غړو مریم سلېمانخېل او نریندر سنګهـ خالصه موټرونه د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې له لوري درول کېږي. امنیتي سرچینې وایي چې موټرونو قانوني اسناد نه لرل، د استازو د ساتونکو وسلو جواز نه درلود او وکیلانو قانون ته درناوی نه کاوه. په کابل ښار کې د تورو ښېښو د سپینولو او غیر قانوني موټرونو د درولو کمپاین له څو ورځو راهیسې پيل شوی، خو وړمه شپه وکیلانو د دغه کمپاین پر وړاندې غبرګون وښود. د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو غوښتل د یادو وکیلانو د موټرونو ښیښې سپينې کړي، د موټرونو اسناد وګوري او د وسلو د جواز پوښتنه وکړي، خو وکیلانو د دوی پر وړاندې غبرګون ښودلی دی او د پولیسو دغه کار یې غیر قانوني بللی دی.
تر یو ساعت ناندریو وروسته پولیس د وکیلانو له ساتونکو وسلې اخلي او په څو ساعتونو کې نور وکیلان هم دغه سیمې ته رسېږي. دوی له خپلو وسلو او ساتونکو په استفادې د څو ساعتونو لپاره د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د تګ راتګ یوه مهمه لار د ترافیکو پر مخ تړي. عیني شاهدان وايي چې وکیلانو پر پولیسو د برید ګواښ کاوه او تر اوږدو ناندریو وروسته یې د وکیلانو ساتونکي له پولیسو خلاص کړل. په همدې شپه د ولسي جرګې نږدې سل غړي د کورنیو چارو وزیر پارلمان ته رابولي او له نوموړي د تېرې شپې د پېښې پوښتنه کوي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې دی به د قانون په رڼا کې پېښه څېړي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، کورنیو چارو وزارت په لوی لاس او پلان شوې توګه هڅه کوي چې وکیلانو ته سپکاوی وکړي، نو له دې امله د ځینو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتونکي دي. خو بلخوا د ولسي جرګې ځینې نور غړي دغه مسئله له شخصي عقدو، غوښتنو او ګټو را ولاړه شوې بولي او وایي، د قانون په رڼا کې دې وڅېړل شي. د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وایي، وکیلانو ځکه اعتراض کړی چې ولې قانون ورباندې عملي کېږي. بشردوست وايي: ((په نیمه شپه کې یې د قانون خلاف جلسه جوړه کړې وه، چې ولې قانون راباندې عملي کېږي؟ ولې مو د موټرو تورې ښېښې سپينېږي؟ حیرانوونکې ده)).
د ولسي جرګې ځینې نور غړي هم دغه غونډه غندي او په خبره یې په هېواد کې لسګونه ملي مسایل چې د ټول ملت سرنوشت ورپورې تړلی، همداسې لاینحل پراته دي، خو څو وکیلان د خپلو شخصي ګټو لپاره د شپې په ۱۱بجو بېړنۍ غونډه رابولي. د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وايي: ((پر کونړ د پاکستان زرګونه توغندي راغلل، خو چا بېړنۍ غونډه جوړه نه کړه. جګړې دي، ستونزې دي، بحران رامنځ ته شوی، خو څوک بېړنۍ غونډه نه رابولي. دلته بیا د څو کسانو لپاره غونډه رابلل کېږي)).
د کریاب په خبره، ټوله پېښه باید د قانون په رڼا کې وڅېړل شي او د شخصي عقدو له امله دې په دې حساسو شرایطو کې د هېواد په سرنوشت لوبې نه کېږي. د وکیلانو تر څنګ، عام ولس هم د ولسي جرګې پر دغه غونډه توند غبرګون ښودلی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې له لوري امنیتي ځواکونو ته سپکاوی هم په کلکو ټکو غندل شوی دی او د قانون په رڼا کې د پېښو د څېړلو غوښتنه شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو او وکیلانو ترمنځ ورته ناندرۍ رامنځ ته کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې ځینو غړو ان ځینې پولیس وهلي- ډبولي او ډزې یې ورباندې کړې دي. د کورنیو چارو وزارت بیا وایي، دوی هېڅ فشار ته نه تسلیمېږي، بلکې د قانون پلي کول خپله دنده بولي. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د پېښې د څېړلو په برخه کې د قانون په رڼا کې همکارۍ ته تیار دي.





























