د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امریکا اوږدې جګړې به ختموي. نوموړي په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي نور ددې وخت دی چې د امریکا اوږدې جګړې ختمې شي. ټرمپ تر دې مخکې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې، خو په وروستیو څرګندونو کې یې دا هم زیاته کړې وه چې له افغانستان به خپل سرتېري وباسي. د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې روانه ده چې دمګړی یې اتلس کاله له پیلېدو اوړي. خو په ورته وخت کې د چارو ډېری څارونکي په دې باور دي چې ټرمپ له افغان جګړې یوازې کمپایني ګټه پورته کوي او غواړي په دې توګه د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ځان ته ملاتړي پیدا کړي او خپله بریا تضمین کړي.





























