پاکستان د افغان حکومت پر هغې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې چې په پېښورکې يې د افغان کونسلګرۍ د تړلو په اړه کړې ده. افغان حکومت وروسته له هغه د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د افغان کونسلګرۍ د تړلو پرېکړه وکړه چې پاکستانيو پوليسو په دغه ښار کې د افغانستان د ملي بانک ملکيت پر افغان مارکېټ بريد وکړ او ملي بيرغ يې ترې ښکته کړ. په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پر يادې ځمکې يوه ځايي ملکي وګړي دعوه کړې او د پاکستان سترې محکمې د هغه په حق کې پرېکړه کړې ده. سرچينې زياته کړې، د افغانستان حکومت دې موضوع ته بايد سياسي رنګ ورنه کړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر فيصل د افغان حکومت له خوا د پېښور کونسلګرۍ پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې کړې چې افغان حکومت دا پرېکړه بېرته واخلي.





























