دوشنبه, اگست 10, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

    افغان او ازبکستاني لوري د ګډ فرهنګي میراث پر ساتنه خبرې کړې

    بدخشان؛ پر ۱۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو نغدي مرستې وېشل شوې دي

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د سلګونو بایومټریک دستګاوو قرنطین کېدل؛ ښايي د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه شي

اکتوبر 14, 2019
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې د ستونزو له امله ښایي لومړنۍ پایلې په ټاکلې نېټه اعلان نه شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوه کمیشنر له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی ته تر سرعت دقت مهم دی، نو ځکه به د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څو ورځې وځنډېږي. بلخوا د ټاکنو کمېسیون وايي چې مرکزي بانک ته د اطلاعاتو د لېږد بڼه یې بدله کړې ده. دوی وایي، په دې سره به یې په کارونو کې چټکتیا رامنځ ته شي.

سره له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز ټیمونه په ټاکل شوې نېټه د پایلو پر اعلان ټینګار کوي، خو د ټاکنو کمېسیون یو غړی وایي چې د لومړنیو پایلو په اعلان کې به ځنډ راشي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله وایي، دوی شفافیت ته ژمن دي، نو د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره وخت ته اړتیا لري. د مولانا عبدالله په خبره، په دقیقه توګه نه شو ویلی چې د پایلو اعلان به څو ورځې وځنډېږي، خو تر ټاکلې نېټې به یوازې په څو ورځې ځنډ اعلان کړل شي. عبدالله وايي: ((کره یې نه شم ویلی چې څومره به وځنډېږي، خو یوازې یو څو ورځې به په ځنډ اعلان شي، موږ کره والی د سرعت قرباني کولی نه شو)).

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې بیا تر دې وړاندې د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډېل رد کړي وو او په خبره یې، پایلې به د مهالوېش له مخې اعلانېږي. په همدې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو بل غړی اورنګزیب بیا وایي، له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو ملي مرکز ته د اطلاعاتو د لېږد بهیر له ځینو ستونزو سره مخ شو، چې له همدې امله د دوی چارې یو څه ټکنۍ شوې. هغه زیاتوي چې دوی د ستونزې د حل لپاره مرستیال مرکز پرانیستی دی او دمګړۍ چارې په سمه توګه پر مخ ځي. اورنګزیب وایي، ډېر ژر به ټول اطلاعات د معلوماتو ملي مرکز ته ولېږدول شي او پایلې به هم په خپله ټاکلې نېټه اعلان کړل شي. نوموړی زیاتوي: ((زموږ لپاره وخت مهم دی چې باید ور سره سم مخکې لاړ شو او د همدې مهالوېش له مخې پایله له خلکو سره شریکه کړو، خو هڅه به دا وي چې شفافه نتیجه خلکو ته اعلان کړو)).

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې نور غړي وایي، چې د اطلاعاتو د لېږد بڼه یې بدله کړې ده. د وای فای له لارې له بایومټریک دستګاوو د اطلاعاتو په لېږد کې د ستونزو تر رامنځ ته کېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنیزو ټیمونو سره په همغږۍ اوس د لېږد بڼه بدله کړې ده. ټاکل شوې چې تر دې وروسته ټول اطلاعات په بایومټریک دستګاوو کې له نصب شوي چپ ولېږدول شي او د معلوماتو په مرکزي بانک کې ذخیره کړل شي. تر دې دمه د ۲۲۵۸۸ بایومټریک دستګاوو اطلاعات د معلوماتو مرکزي بانک ته لېږدول شوي دي. سرچینو ویلي چې ۲۳۰۰ بایومټریک دستګاوې د تخنیکي ستونزو له امله قرنطین شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې له ټولټال ۲۶ زره بایومټریک دستګاوو استفاده کړې وه.

له دې سره هممهاله ټاکنیز ټیمونه دا وېره هم لري چې ښایي بې بایومټریکه رایې هم وشمېرل شي او په دې توګه د ولس حق تر پښو لاندې شي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی یوازې بایومټریک شوې رایې شماري او همدا رایې ورته د باور وړ دي. د دغه کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله وایي: ((یوازې هغه رایې باوري دي، چې د بایومټریک دستګا کې ثبت دي)).

له دې سره پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په ټاکنو کمېسیون کې پر ستونزو نیوکه کوي او وایي، له تېرو تجربو سره سره دوی بریالي نه شول چې ستونزې حل کړي. دوی له مهالوېش سرغړونه یا د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ غیر قانوني عمل بولي، خو بیا هم ټینګار کوي چې شفافیت ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

Tags: featured
Share16Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

هرات کې د سمنټو د سترې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

اگست 9, 2026

د ترکيې خارجه وزير: تمه کېږي د سعودي عربستان، ترکيې او پاکستان په ګډ دفاعي تړون کې نوي غړي شامل شي

اگست 9, 2026

ايران: له عمان سره توافق ته نږدې شوي یوو

اگست 9, 2026

د صربيا او اوکريان ولسمشرانو سره وکتل

اگست 9, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In