برېتانوۍ ټلګراف ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او امریکا هڅه کوي له طالبانو سره خبرې بېرته پيل کړي. دغه ورځپاڼې ته د مذاکراتي ټیم ځينو غړو ویلي طالبان له اوربند انکار کاوي او ځینې نور موارد هم دي چې له منلو یې په شا کېږي. د سرچینې په خبره امریکا او ټول اړخونه په دې ټینګار کوي چې د جګړې د پای او مذاکراتو د لا ګټورتوب لپاره باید طالبان اوربند اعلان کړي خو طالبان دې مسئلې ته غاړه نه اېږدي، چې له همدې امله مذاکرات جنجالي شوي دي. تلګراف لیکي امریکا او د مذاکراتو نور اړخونه هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې اوربند ومني او تر هغه وروسته اغېزناک او ګټور مذاکرات بېرته پيل کړل شي. سرچینه دا نه وایي چې دواړه لوري به څه وخت مذاکرات پیل کړي خو د سرچینو په حواله لیکي چې د مذاکراتو د بیا پيل هڅې روانې دي.





























