ملګري ملتونه وایي دوی له ټاکنیزو کمیسیونونو بشپړ ملاتړ کوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د ټاکنیز شکایتونو او ټاکنو خپلواک کمیسیون بشپړ ملاتړ کوي او تر څنګ یې ولاړ دي. یوناما وایي دغه دوه کمیسیونونه د پرېکړو بشپړ صلاحیت لري او ټول اړخونه یې باید پرېکړو ته درناوی ولري. یوناما دغه راز ویلي د کمیسیون هغه پرېکړه هم پر ځای ده چې وایي یوازې بایومتریک شوې رایې ورته د باور وړ دي. یوناما ویلي دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د افغانانو په بشپړ مالکیت ترسره کېږي نو ځکه یې ملګري ملتونه کلک ملاتړ کوي. ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم پر نوماندانو غږ کړی چې د کمیسیون پرېکړو ته درناوی وکړي او ددوی په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.





























