افغان حکومت وایي، څو پورې چې په پېښور کې افغان مارکېټ د افغانانو په واک کې نه وي ورکړل شوی، په خیبرپښتونخوا کې خپله کونسلګري نه خلاصوي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، په پېښور کې د پاکستان له لورې د افغان مارکېټ ړنګول او له یاد مارکېټه د لوحې ښکته کول یو غیر قانوني کار دی. د هغه په خبره، په پاکستان کې افغان سفیر په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې پیل کړې دي او د دې مسئلې تر ډپلوماټیک هواري پورې به په پښتونخوا کې د افغانستان کونسلګري تړلې وي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په پېښور کې له افغان مارکېټه، د افغانستان د بیرغ او لوحې تر راښکته کولو وروسته افغان حکومت په پېښور کې خپله کونسلګري وتړله خو پاکستاني چارواکو پرون د یادې کونسلګرۍ بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې ده.





























