د ولسي جرګې غړي وايي کورنیو چارو وزارت دې هغه وکیلان افشا کړي چې په ورانکاره فعالیتونو او لویو جرمونو کې لاس لري. د ولسي جرګې غړو نن هم په امتیازي ساعت کې پر بېلو امنیتي مسایلو خبرې وکړې. وکیلانو په نننۍ غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پر ځینو تورونو نیوکه وکړه او له دغه وزارت یې غوښتنه وکړه چې په اړه یې ولسي جرګې ته سپيناوی ورکړي. د وکیلانو په خبره د کورنیو چارو وزارت وايي، چې یو شمېر وکیلان ناقانونه وسلې لېږدوي، د تورو شیشو لرونکي غیر قانوني زرهي موټرونه لري، د ترهګرو په لېږدولو کې لاس لري، له اختطافچیانو سره اړیکه لري او په فساد کې ښکېل دي. وکیلانو ویلي چې کورنیو چارو وزارت دې ددغه تورونو سپیناوی وکړي او که دا خبرې رښتیا نه وي باید د ملت کور ته ځواب ووايي. په مقابل کې بیا یو شمېر نورو وکیلانو د کورنیو چارو وزارت د هغه اقدام ستاینه وکړه چې له مخې یې په ښار کې د چارواکو غیر قانوني زرهي موټر درول کېږي، غیر قانوني وسلې ترې اخیستل کېږي او تورې شیشې یې سپينېږي. دوی پر نورو وکیلانو هم غږ وکړ چې قانون ته درناوی وکړي.





























