څه باندې اته میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د ورکولو کمپاین پیل شو. د عامې روغتیا وزارت وایي چې د هېواد په ۳۲۴ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکیسینو پنځه ورځنی کمپاین پیل شوی دی او په دې لړ کې به څه باندې اته میلیونه ماشومانو ته واکسین تطبیق کړل شي. د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل چې د امنیتي ستونزو له امله په دغه کمپاین کې د اوږدې مودې لپاره ځنډ رامنځ ته شوی و، چې اوس ستونزې حل شوې او ماشومان ددغه ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین کړل شي. هغه له کورنیو غوښتنه کړې چې له دوی سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.





























