د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې په دغه ولسوالۍ کې د هوایي برید له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، برید تېره شپه د ملکيانو په کورونو شوی چې له امله یې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. د یاد ولایت سیمه ییز چارواکي د برید پخلی کوي او وایي چې په یاده پېښه کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون درې طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د چارواکو په خبره، دوی ته د رسېدلو مالوماتو له مخې، په پېښه کې دغه راز دوه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.





























