د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې هوایي عملیات چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکي وګړو ته زیان رسېږي بشري جنایت دی. د خبرپاڼې له مخې، نوموړي یو ځل بیا د دې ډول بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده او په هېواد کې یې د سراسري سولې ټینګښت لپاره د سولې خبرو پر بیا پیل ټینګار کړی دی.





























