د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې د ناټو د پارلماني اسمبلې ناستې ته ویلي، له بده مرغه طالبان نه یوازې دا چې تاوتریخوالی نه ختموي بلکې لمن ورته وهي. دده په وینا که له طالبانو سره د سولې مذاکرات بیا ځلې پيلېږي ناټو یې ملاتړ کوي خو طالبانو ته په کار ده چې د خبرو پر مېز نرمښت وښيي او له ځينو غوښتنو یې تېر شي. سټولټنبرګ دا هم ویلي چې طالبان سولې ته پوره ژمن نه دي نو له همدې امله باید له دوی قوي ضمانت واخیستل شي. هغه ټینګار کړی چې ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمنه ده او هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي. دده په خبره له افغان حکومت او افغان ځواکونو به د ناټو ملاتړ ادامه لري او په ګډه به د ترهګرو پر ضد مبارزه کوي.





























