د امریکا او طالب پلاوي تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ټرمپ له لورې لغوه شوې خبرې ښایي په راتلونکو څو اوونیو کې بیرته پیل شي. المان خبري اژانس د یوې سرچینې له خولې چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، د افغان شخړې د سوله ییز حل په موخه به خبرې اترې تر څلورو اوونیو په کمه موده کې پیل شي. راپور کې راغلي، دا خبرې به بېرته له هغه ځایه پیل شي، پر کوم ځای چې بې پایلې پای ته رسېدلې وې. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څه موده مخکې په پاکستان کې له طالب پلاوي سره ولیدل چې د راپورونو پر بنسټ د دې لیدنې موخه د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تبادله او د باور فضا رامنځته کول و.





























