د ټاکنو په اړه د څرګندونو په دوام تازه د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا ویلي، حاکم ټیمونه لا هم د درغلۍ هڅه کوي. د نوماندانو شورا تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې حاکمو ټیمونو په تېرو ټاکنو کې پراخه درغلي وکړه او اوس هڅه کوي چې د رایو په شمېرنه او نورو پروسو کې مداخله وکړي. دغه نوماندان وایي چې که وضعیت همداسې روان وي او ولسواکي مسخره کېږي، نو دوی د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کوي او له دوی د مرستې غوښتنه کوي.
د نوماندانو شورا یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حاکم ټیمونه په ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو په دوام اوس هڅه کوي چې غیر بایومټریک رایې سیسټم ته داخلې کړي. دوی پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې حاکم ټیم غواړي د سترې محکمې له لوري دا جواز تر لاسه کړي چې وکړی شي غیر بایومټریک رایې سیسټم ته دننه کړي او د ځان په ګټه یې وشماري. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وویل، دوی بریالي شوي چې د یو میلیون تقلبي یا بې بایومټریکه رایو د حسابېدو مخه ونیسي. د نبیل په خبره، حاکم ټیم غوښتل دغه رایې وشمېرل شي، خو دوی بریالي شول چې مرکزي سرور ته د دغو رایو د ننه ایستلو مخه ونیسي. نوموړی وايي: ((حاکمو ټیمونو غوښتل یو میلیون بې بایومټریکه رایې مرکزي سرور ته داخلې کړي، هغه یې د ځان په ګټه حسابولې، خو د نوماندانو شورا او د ناظرو بنسټونو همکارۍ وکړی شول چې د دغه رایو د حسابېدو مخه ونیسي)).
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په یوه خبري ناسته کې وویل، چې حاکم ټیمونه د هر ډول تقلب ترڅنګ، اوس غواړي چې د غیر بایومټریک رایو مسئله سترې محکمې ته راجع کړي. د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل وايي، که ستره محکمه دغه ډول پرېکړه وکړي، نو پر عدلي او قضايي ادارو د خلکو کم باور به هم له منځه لاړ شي. د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا له انتخاباتي کمېسیونونو هم غواړي، څو خپله بې طرفي وساتي او د درغلیو له لارې د ولسمشر ټاکل کېدل ورته د منلو نه دي. دوی ټینګار کوي چې کمېسیونونه دې دقت تر سرعت نه قرباني کوي، بلکې په پوره احتیاط دې یوازې شفافې رایې وشماري.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان همدا راز وایي، چې په افغانستان کې حاکمو ټيمونو ولسواکي، ټاکنې او په حکومت کې ټول فعالیتونه انحصار کړي او د روان وضعیت په اړه به ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي. د دوی په خبره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو ولسواک پلوه بنسټونو ته به په افغانستان کې د ولسواکۍ د روان وضعیت په اړه شکایت وکړي او خپلې اندېښنې به ورسره شریکې کړي.
بلخوا سترې محکمې د نوماندانو شورا د دې ادعا په اړه ویلي چې داسې کوم څه نه دي ورته راجع شوي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی ته یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي. د کمېسیون په خبره، دوی شپه او ورځ کار کوي، څو شفافیت تامین کړي او رښتینې ټاکنې تر سره شي.
کمېسیون دا هم ویلي چې مرکزي سرور ته د معلوماتو د لېږد لړۍ هم بشپړېږي او په ټاکلې نېټه به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. خو په کمېسیون کې لا هم ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي لومړنۍ پایلې یوه یا دوه ورځې وځنډېږي.
له دې سره هممهاله پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او ملګري ملتونه له نوماندانو غواړي چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي، له زغمه کار واخلي او اجازه ورکړي چې دغه کمېسیونونه خپلې چارې په پوره بېطرفۍ او شفافیت مخ ته یوسي. تېره ورځ په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون فعالیتونه د باور وړ دي او دوی یې ملاتړ کوي. د ده په خبره، د کمېسیونونو له چارو یې لیدنه کړې ده او باوري دی چې دوی شفافیت تامینولی شي.





























