سیګار وایي افغان حکومت د فساد ضد پلانونو او پالیسیو په تطبیق کې بریالی دی. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار ځانګړې ادارې سرمفتش جان سوپکو وایي دوی د فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغان حکومت له هڅو راضي دي. دده په وینا افغان حکومت بریالی شوی چې د پام وړ اصلاحات راولي او په دولتي اداراتو کې د فساد په مخنیوي کې ګټور ګامونه پورته کړي. نوموړي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې هیله څرګنده کړې چې دغه لړۍ پراخه شي او د فساد رېښې د تل لپاره ختمې شي. ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمن دي او په دې برخه کې د نړیوالو همکاریو ته اړتیا لري. د ملي یووالي حکومت له پیل سره سم د ولسمشر غني یوه ژمنه دا وه چې فساد به له منځه وړي خو د کلونو په تېرېدو حکومت په دې بریالی نه شو چې د فساد رېښې وچې کړي.