د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا غړی شریف الله هوتک وایي، تېره شپه د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په صدمرده سیمه کې افغان امنیتي ځواکونو د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي. هوتک ویلي، امنیتي ځواکونو په سنګ کلا کلي کې پر یو کور چاپه وهلې او دغه راز یې هوایي بریدونه هم کړي دي چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه پر حکومت غږ کړی دی چې د نرخ ولسوالۍ د یاد برید جدي پلټنه وکړي. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي هم وایي چې په دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د میدان وردګو د والي ویاند محب الله شریفزی د عملیاتو پخلی کوي خو په خبره یې امنیتي ارګانونو ورته ویلي چې په یادو عملیاتو کې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي.





























