د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هوایي عملیات او د لغمان په الیشینګ ولسوالۍ کې موټر بم برید چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو غندلي دي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه عمل چې له امله یې ملکیان زیانمنېږي بشري جنایت دی او دواړه لوري باید ژر تر ژره د افغانانو عام وژنې ته د پای ټکی کېږدي. سرچینه کاږي، کرزی یو وار بیا په هېواد کې د وینې توېدنې پر ژر تر ژره بندېدو ټینګار کوي او د جګړې له ښکېلو غاړو، غواړي چې د پردیو له دسیسو د خلاصون، په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت او بین الافغاني خبرو د بیا پیل لپاره هڅې ګړندۍ کړي.





























