په روان وضعیت کې په هېواد کې د درېګونو قواوو ترمنځ همغږۍ ته اړتیا ده. ولسمشر غني د ملي شورا له یو شمېر غړو او اداري هیت سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په هېواد کې فرصتونه او خنډونه دواړه شته دي نو له فرصتونو د استفادې لپاره باید د درېګونو قواوو ترمنځ همغږي ډېره شي. د ملي شورا د ولسي جرګې غړو هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی اجرایه قوې سره په پوره همغږۍ کار کوي او هڅه کوي چې د همکارۍ په فضا کې په هېواد کې د دښمن روانې دسیسي شنډې کړي. د وکيلانو په خبره دوی د حکومت د موثرو پروګرانو او پلانونو ملاتړي دي او په عملي کولو کې یې هر ډول همکارۍ ته تیار دي. ولسمشر غني له دوی وغوښتل چې له امنیتي ادارو سره په همغږۍ د وکیلانو د امنیت او نورو مشکلاتو په اړه واضح طرحه جوړه کړي او دعملي کولو لپاره یې کار وکړي.





























