اروپايي ټولنه وایي طالبان دې د واقعي خبرو او سولې لپاره تر هر څه وړاندې اوربند وکړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي د سولې په برخه کې د افغان حکومت له طرحې ملاتړ کوي او طالبانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره اوربند وکړي. دده په وینا جګړه او خبرې په هممهاله توګه نه کېږي نو طالبان دې د اوربند لپاره نرمښت وښيي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمد الله محب سره په خبرو کې ویلي، چې د افغان سولې لپاره باید همغږي هم پیاوړې کړل شي. محب هم ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره واضح پلانونه لري او د رښتینو مذاکراتو لپاره اوربند لومړی شرط دی. دده په خبره د سولې او اوربند اصلي هدف دا دی، چې د افغانانو وینې توييدنه ودرېږي او روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسول شي. نوموړي ټینګار کړی چې د سولې لپاره یې د همغږۍ پر پیاوړي کولو جدي کار پيل کړی دی.





























